بنګ په لنډمهاله توګه او اوږدمهاله توګه خطرات لري. دا ښايي د اعتیاد سبب شي.
په لنډ مهال کې
- هغوی چې بد احساس کوي ښايي بدترین احساس وکړي.
- ډېر زیات بنګ ښايي زړه خرابی او ګنګستیا رامینځته کړي.
- ډېر زیات بنګ ښايي اضطراب رامینځته کړي. ددې له امله کېدی شي چې د یو تن توجه کمه شي او ځینې وخت داسې شیان هېر کړي چې تازه شوي وي.
- بنګ د هغو خلکو لپاره خطرناک کېدلی شي چې د زړه مشکلات لري..
- بنګ ښايي ددې سبب شي چې خلک په واقعیت خپل درک له لاسه ورکړي.
- د حامله ګۍ یا د غېږې ماشوم ته د تي ورکولو په موده کې د بنګو څکول د ګېډې ماشوم یا د غېږې ماشوم لپاره بد دي.
- هغه کسان چې د بنګو د تاثیر لاندې موټر چلوي د موټر د پېښې رامینځته کېدو احتمال یې دوه چنده زیات وي.
په اوږد مهال کې
- اوږد وخت لپاره د بنګو استعمال کېدلی شي چې د توجو مرکزولو او یادداشت د مشکلاتو رامینځته کېدو سبب شي.
- د بنګو څکول د سګو او زړه د مشکلاتو خطر کې زیاتوالی راولي.
- که تاسو په منظمه توګه بنګ استعمالوئ، نو دا ښايي په مزغو کې د مستقیمو تغیرونو راوستلو سبب شي. خاصکر په ځوانو استعمالوونکو کې.
- هغه کسان چې د زیات وخت لپاره بنګ استعمالوي ښايي چې معتاد شي.