هره دوا جانبي عوارض لري. نو بهترینه خبره دا ده چې تاسو ډاکټر سره د مشورې کولو نه غیر د خوب راوستلو او ارام بښلو دوایانې استعمال نه کړئ. د لارښوونې پاڼه تل په احتیاط سره ولولئ. که تاسو ډېر زیات استعمال کړئ او په زیات کثرت سره، احتمال لري چې تاسو پرې معتاد شئ.
په لنډ مهال کې
- د خوب راوستونکو دوایانو او اراموونکې دوا د الکولو سره یو ځای کول تل خطرناک وي
- د خوب راوستونکو دوایانو او اراموونکې دوا استعمال ښايي تاسو خوبولي کړي، کوم چې د پېښو خطر زیاتوي.
- د استعمال له امله یې تاسو ځان بد احساسولی او اضطراب سره مخ کېدلی شئ.
- د ډېرو زیاتو خوب راوستونکو او اراموونک دوایانو استعمال احتمال لري چې ډېر زیات
په اوږد مهال کې
- ښايي چې ستاسو په سر درد شي، ستړي شئ، ځان خوبولی یا خالي احساس کړئ، جنسي رابطې لپاره ستاسو خواهش ښايي کم شي.
- ستاسو یادداشت نور او نور خرابېږي او شیان درنه هېرېږي او سترس سره د مقابلې لپاره لا غټ مشکلات لرئ.
په انټرنیټ یا د سرک په لاره دوا اخیستل خطرناک دي. تاسو ته هیڅکله یقیني معلومه نه وي چې څه پکې دي. دوایانې تل د دواخانې نه واخلئ.
اعتیاد
د 6 یا 8 هفتو د استعمال نه وروسته تاسو ښايي د بینزوډیازیپینز اعتیاد واخلئ. بیا یې پرېښودل ډېر مشکل شي.
- ستاسو بدن د بینزودیازیپینز د استعمالولو عادت شي. تاسو بیا باید د هماغه تاثیر د ترلاسه کولو لپاره هر ځل زیاته او بیا نوره زیاته دوا وخورئ.
- تاسو په دماغي توګه هم په ډېره جلدۍ سره د خوب راوستونکو او ارام بښونکو دوایانو عادت اخلئ. که تاسو د اوږد وخت لپاره یوه ګولۍ خورئ، نو بیا تاسو ددې توان نلرئ چې د هغې نه غیر ژوند وکړئ. دا تاسو مجبوروي چې بیا او بیا یې استعمال کړئ.
د عادت ماتول
د خوب راوستونکو دوایانو او اراموونکې دوا استعمال پرېښودل اسان نه دي. تاسو اکثر د هر ډول شکایتونو / د پرېښودلو د تکلیفونو سره مخ کېږئ. د دوا د استعمال د پرېښودلو بهترینه طریقه دا ده چې د ډاکټر د نظارت د لاندې وشي.